CRI Online

د مارکس د زيږېدو د ۲۰۰ مې کاليزې يادغونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 16:22:18

د مارکس د زيږېدو د ۲۰۰ مې کاليزې ياد غونډه د روانې مياشتې د ۴مې نيټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينکار وکړ چې د مارکس د يادونې موخه د انسانانو په تاريخ کې د تر ټولو ستر متفکر درناوی او پر مارکسيزم زمونږ د ټينګې عقيدې اعلانول دي .مارکسيزم تل زمونږ ګوند او هېواد لارښوونکې مفکوره ده او هم زمونږ لپاره د نړۍ په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو، د اصولو د خپلولو،د حقيقتونو د پيدا کولو او د نړۍ د ښه والي لپاره ستره اډيالوژيکې وسيله ده.

د رئيس شي جين پينګ ترڅنګ د لي که چيانګ ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي ، هان ځنګ او وانګ چي شان په شمول د چين ځينو نورو مشرانو هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

هغه وويل چې مارکس په نړۍ کې د پرولتاريا او خلکو انقلابي لارښوونکی ،د مارکسيزم عمده جوړونکی ،د مارکسي ګوندونو جوړونکی او نړيوال کمونيزم جوړونکی او په مډرنه زمانه کې تر ټولو ستر متفکر دی.رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د کمونېست ګوند د اعلاميې د خپرولو له ۱۷۰ کلونو راهيسې مارکسيزم په نړۍ کې په پراخه توګه خپور شوی دی. هغه پردې ټينګار وکړ چې مارکسيزم نه يوازې نړۍ بدله کړې بلکې چين يې هم بدل کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای