CRI Online

د چين د نړيوالو علمي صنعتونو د ۲۱مې دورې نندارتون به په روانه مياشت کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 16:27:39

د چين د نړيوالو علمي صنعتونو د ۲۱مې دورې نندارتون به د مې له ۱۷مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي . د دې نندارتون مطلب دا دی چې لوړ او غوره صنعتونه پرمخ ولاړ شي، د ټکنالوژيکي نوښت ابادي پياوړی شي.

د علمي نندارتون د تنظيم کوونکې کميټې د دفتر مرستيال او د بېجينګ د تجارت ودې کميټې مرستيال لين بين وويل، د دغې دورې نندارتون عمومي فعاليتونه د عمومي غونډې، يعنې د چين تکنالوژي نوښت فورم، نندارې، سپارښتنې او معاملې او د فورم غونډې په شمول ځينو برخو ته پرمختګ ورکول دي. د پخوانيو دورو په پرتله دغه دوره به په عمومي ډول د نوې تکنالوژۍ او مهمو تخنيکونو نوي برياليتوبونه څرګند کړي. سر بيره پر دې، په دې نندارتون کې به د لومړي ځل لپاره د پوځ او خلکو د پيوستي تکنالوژۍ نندارتون هم جوړ شي تر څو ډېرې پوځي او ځايي تصدۍ سره يو ځای شي او له دې لارې به د پوځي او ملکي تکنالوژۍ د سرچينو ورخلاصون او د يادو دوو تخنيکونو ترمنځ متقابل بدلون پياوړی شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای