CRI Online

د ايټاليا نوي حکومت د کابينې د جوړولو سلامشوره بې پايلې پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 16:42:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د مې په ۳مه نېټه د ايټاليا د ډيموکرات ګوند ځای ناستي مشر موريزيو مارتينه وويل، د ډيموکرات ګوند او پنځه ستوري ګوند د نوې کابينې جوړولو په اړه خبرې اترې بې پايلې وې. د مارچ له پيل راهيسې، دا څلورم ځل و چې د پارلمان ټاکنې تر سره کېږي او د کابينې د جوړولو په اړه سلامشوره بې پايلې پای ته رسېږي. ايټاليا له دې خطر سره مخامخ ده چې يو ځل بيا عمومي ټاکنې وکړي.

په ۳مه نېټه انسا اژانس د ولسمشرۍ دفتر د يو لوړ پوړي چارواکي په قول ويلي، چې له عمومي ټاکنو راهيسې په دوو مياشتو کې د بېلابېلو ګوندونو او ډلو دريځونه نه دي بدل شوي، د ايټاليا ولسمشر سېرګيوماتاريلا به په ۷مه نېټه يوه نوې سلامشوره پيل کړي تر څو د کابينې په جوړولو کې رکود له منځه يوسي. په ټاکنو کې لوړ ملاتړ لرونکي اتحاد ګوند او پنځه ستوري ګوند څرګنده کړې چې که د کابينې د جوړښت مسئله حل نه شي، دوی هيله من دي چې حکومت په دې وروستيو کې يو ځل بيا عمومي ټاکنې تر سره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای