CRI Online

د اقتصاد او سوداګرۍ په چارو کې د ځينو مسئلو په هکله د چين او امريکا تر منځ ګډې نظريې تر لاسه شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 16:59:22

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستيال ليو هه د مې له ۳مې نيټې څخه تر ۴مې نيټې پوري د امريکا د ولسمشر د ځانګړي استازي او د ماليې وزير سټيفين تيرنير ممنوچين په مشرۍ د امريکا له پلاوي سره د دواړو هېوادونو د ګډې علاقې وړ د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په هکله صميمي، اغيزمن او رغنډه بحثونه وکړل.

د دواړو خواوو په اند د چين او امريکا تر منځ د سالمو او ثابتو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ټينګېدل د دواړو هېوادونو لپاره ډېر ستر اهميت لري او بايد د خبرو اترو له لارې د اړوندو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو حلولو لپاره هڅونه وشي. دواړو خواوو چين ته د امريکا د صادراتو، د ذات البيني خدمتونو او سوداګرۍ، يو په بل هېواد کې د پانګونو، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې، د ګمرکي مالياتو مسئلو د حلولو او غير ګمرکي مالياتو په اړه د تدبيرونو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او په ځينو ساحو کې يې ګډې نظريې تر لاسه کړې دي.

دواړو خواوو دا درک کړې چې چين او امريکا د ځينو مسئلو په هکله لا هم زيات توپيرونه لري او بايد اړوند کارونه تر سره کړي څو لا زيات پرمختګونه ومومي.

دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د اړوندو مسئلو په باب به ټينګه همغږي وساتي او اړوند کاري ميکانيزم جوړ کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای