CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا د يو اړخيزې او سوداګرۍ ساتي غوښتنې به هرومرو ځان او نورو ته زيانونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 17:05:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د مالياتو ورکوونکو ټولنې د مې په ۳مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ملي کانګرس ته پرانيستی پيغام واستوه. دغې ټولنې د سوداګرۍ په برخه کې د امريکايي حکومت سوداګرۍ ساتي غوښتنې له تدبيرونو سره کلک مخالفت څرګند کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په ۴مه نېټه د دغه پيغام په هکله وويل د امريکا د يو اړخيزې او سوداګرۍ ساتي غوښتنې له نړيوالو اصولو سره سمون نه لري او هرومرو به ځان او نورو ته زيانونه ورسوي.

د خبر له مخې دغه پرانيستی پيغام د څه دپاسه ۱۱۰۰ اقتصادي پوهانو لخوا په ګډه لاسليک شوی دی. وياندې هوا چون ينګ وويل په دې وروستيو ورځو کې نړيوالې ټولنې څو څو ځلې له امريکا څخه غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصولو درناوی وکړي او د څو اړخيزو اصولو مرعات وکړي. د امريکا په دننه کې لا زياتې خواوې د امريکايي حکومت د سوداګرۍ ساتي غوښتنې په اړه اوسنيو تدبيرونو سره مخالفت کوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای