CRI Online

شي جين پينګ د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای اين سره ټلېفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 21:02:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۴مه نېټه د کوريا جمهوريت په بلنه د دغه هېواد له ولسمشر مون جای اين سره ټلېفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چې اوسمهال د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي او زما او د ښاغلي ولسمشر ترمنځ تر لاسه شوې ګډې نظريې هم د پلې کېدو په حال کې دي. چين له کوريا جمهوريت سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له دغه هېواد سره تګ راتګ نژدې کړي، مؤثرې همکارۍ ژورې کړي او د بشر او کولتور تبادلې پياوړې کړي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په لوري سالم پرمختګ ومومي.

مون جای اين وويل، ډېر خوشحاله يم چې زما او د رئيس شي ترمنځ تر لاسه شوې ګډې نظريې د پلې کېدو په حال کې دي. د کوريا جمهوريت تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي او هيله لري چې له چين سره عالي رتبه تګ راتګ پياوړې کړي او د کوريا ټاپووزمې د حالاتو او د نورو مهمو نړيوالو مسئلو په باب د نظريو ژورې تبادلې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای