CRI Online

شي جين پينګ د جاپان له لومړي وزير شيزو ابي سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 21:10:02

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۴مه نېټه د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره ټليفونې خبرې وکړې.

رئيس شي جين پينګ وويل چې د يوې مودې راهيسې جاپان له چين سره د اړيکو په هکله په دوامداره توګه رغنده مالومات خپاره کړي او فعال تدبيرونه يې غوره کړي دي، چين په دې اړه د ستاينې رويه څرګنده کړه. روان کال د چين او جاپان تر منځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکولو له څلويښتمې کاليزې سره برابره ده او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په يو مهم ټکی کې دی. هيله من دی چې جاپان له چين سره يو ځای عمومی او دايمي حالت ته پاملرنه وکړي او هغه کارونه تر سره کړي چې د دواړو هېوادونو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او د سيمه ايز پرمختګ لپاره ګټور دی تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې تل سمې لارې ته روان وي.

شينزو ابي وويل جاپان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د جاپان او چين تر منځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکولو د څلويښتمې کاليزې په وخت کې په هراړخيزه توګه د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي او پرمختګ هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای