CRI Online

د مارکس د زېږېدنې د ۲۰۰مې کاليزې د يادونې په غونډه کې د عمومي منشي شي جين پينګ مهمې وينا د بېلا بېلو خواوو هر کلی تر لاسه کړی.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-05 16:02:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د مې په څلورمه نېټه د مارکس د زېږېدنې د ۲۰۰مې کاليزې د يادونې په غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. دغه وينا د دغه ګوند د مرکزي کمېسيون او د دولت د بېلا بېلو ارګانونو، د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو، ډلو او د بېلا بېلو ځايونو د ګوند د غړو او چارواکو هر کلی تر لاسه کړی دی. بېلا بېلو خواوو څرګنده کړې چې دوی به په جدي توګه د عمومي منشي شي جين پينګ د وينا روحيه زده کړي، د مارکسيزم او کمونيزم پر عقيدې به ټينګار وکړي او په لا مثبت هوډ او مؤثرو تدبيرونو سره به د سلو کلونو په اړه د دوو موخو د پلې کولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چيني هيلې د تر سره کولو لپاره کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای