CRI Online

د چين په بهر کې بېلا بېلو خواوو د مارکس د زېږېدنې د ۲۰۰مې کاليزې د يادونې په غونډه کې د عمومي منشي شي جين پينګ د مهمې وينا لوړې ارزونې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-05 16:04:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارکس د زېږېدنې د ۲۰۰مې کاليزې د يادونې غونډه د مې د ۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهم وينا وکړه. نوموړي وويل، چې د انسانانو د افکارو په تاريخ کې هيڅ مفکوره د مارکسيزم په شان پر بشريت باندې دومره ژوره او پراخه اغيزه نه درلوده او نه يې لري. بهرنيو کارپوهانو او خبري رسنيو دې ته اشاره وکړه چې په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکوره د مارکسيزم د چيني کېدو تازه نتيجه ده. دوی باور لري چې په چين کې عملي کار به د مارکسيزم پرمختګ پياوړی کړي. دوی هيله لري چې د چين کمونېست ګوند په عملي کار کې په ښه توګه له مارکسيزم څخه استفاده وکړي او په راتلونکي کې د مختلفو ننګونو د حلولو لپاره د چين لارښوونه وکړي.

د امريکا د اسوشيټيد اژانس خبر ورکړ چې د شي جين پينګ وينا په چين کې د مارکس د زېږېدنې د يادونې په يو لړ فعاليتونو کې يوه مهمه برخه ده. شي جين پينګ په خپله وينا کې مارکس په نژدې زمانه کې تر ټولو د ډېر ستر متفکر په توګه ياد کړ.

د ريوټرس خبري اژانس او د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړ چې د شي جين پينګ له وينا څخه څرګندېږي چې د چين کمونېست ګوند پر مارکسيزم ټينګار کوي او د مارکسيزم د پرمختګ لپاره هڅه کوي. د شي جين پينګ له قوله دا سم عمل دی چې د چين کمونېست ګوند په خپل بيرغ باندې مارکسيزم ليکلی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای