د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۴مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې وويل، چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره د کتنې وخت او ځای به ژر اعلان شي. نوموړي خبري رسنيو ته وويل، چې اړونده مرحله د ټاکلو په حال کې ده. امريکا د دغې کتنې د وخت او ځای په اړه ترتيبات لري. نوموړي د اپريل په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې د سينګارپور په شمول څو هېوادونه او د کوريا جمهوريت او د ډيموکراتيک کوريا ترمنځ په غير نظامي سيمه کې سوله ييز کور او ازاد کور هم د دغې کتنې د ځای په توګه تر غور لاندې نيول کېږي.
سپينې ماڼۍ د مې په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين به د مې په ۲۲مه نېټه له امريکا څخه ليدنه وکړي او له ټرمپ سره به د امريکا او ډيموکراتيک کوريا د مشرانو پر کتنې بحث وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |