CRI Online

د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په شخړو کې زر تنه فلسطينيان ټپيان شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-05 16:16:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۴مه نېټه فلسطينيانو په څو ځايونو کې د اسرائيل لخوا د خاورو له نيولو سره د مخالفت ښودلو په هکله لاريونونه تر سره کړل. د اسرائيلو ځواکونو د ګوليو او د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو سره لاريون کوونکي تيت او پرک کړل. د فلسطين د شمېرنې له مخې، په همدې ورځ په شخړو کې له زرو نه زيات فلسطينيان ټپيان شوي دي.

د فلسطين د روغتيا وزارت د شمېرنې له مخې، په همدې ورځ ۱۱۴۳ فلسطينيان ټپيان شوي چې په دې جمله کې درې تنه سخت ټپيان شوي دي او په ټپيانو کې ۱۴۹ ماشومان او ۸ ښځې هم شته. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای