د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان د مې په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ د سوريې په دوما کې د کيمياوي وسلو د بريد او کارولو په اړه دې سازمان د څېړونکي پلاوي ځايي څېړنه پای ته ورسېدله.
په ياده اعلاميه کې ويلي، څېړونکي پلاوي په دوما کې لومړی د شواهدو راټولو کار تر سره کړ چې د ياد سازمان لابراتور ته به ولېږل شي. دغه بهير لږ تر لږه درې يا څلور اوونيو ته اړتيا لري. ياد سازمان اوس دا نه شي ويلی چې کله به متعاهد هېواد ته څېړونکی راپور وړاندې کړي.
د خبر له مخې، د اپريل په ۷مه نېټه د سوريې د پلازمېنې دمشق د ختيځ ګوټا په دوما کې کيمياوي وسلې کارول شوې وې. د سوريې حکومت دا تور په کلکه رد کړ او ياد پلاوی يې ومانه چې په دوما کې په دې اړه څېړنه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |