CRI Online

امريکا رسماً د ناټو ائتلافي ځواکونو د اتلانتيک سمندر د قوماندې او کنترول مرکز د مقر د جوړولو غوښتنه کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-05 18:38:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا دفاع وزارت د مې په څلورمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا په رسمي توګه د ناټو ائتلافي ځواکونو د اتلانتيک سمندر د قوماندې او کنترول مرکز د مقر د جوړولو غوښتنه کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې دغه مرکز به د ورجينيا ايالت د نورفولک په سمندري پوځي اډه کې جوړيږي، د ناټو شورا ښايي د روان کال په دوبي کې په دې هکله وروستۍ پرېکړه ونيسي. دا تدبيرد ناټو د قوماندې او کنترول سيستم د اصلاحاتو او د اوسنيو امنيتي ننګونو د مقابلې له ګامونو څخه دی چې د ناټو قوت او دفاعي توان پياوړی کړي او په بهر کې به يې د ثبات د ساتلو توان لوړ کړي.

د تېرې فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه د امريکا دفاع وزير جېمس ماتيس په بروکسيل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډې په څنډه کې وويل، چې د روان کال تر پای مخکې به يې اته غړي هېوادونه خپل پوځي لګښت د جي ډي پي ۲٪ ته لوړ کړي او تر ۲۰۲۴ کال پورې به نور ۱۵ هېوادونه دغه معيار ته ورسيږي. د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړ چې د زيات شوي پوځي لګښت ځينې برخې به د ناټو د قوماندې او کنترلو د دوو نويو مرکزونو د جوړولو لپاره ولګول شي چې ګواکي يو يې په جرمني کې او بل يې ښايي په امريکا کې جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای