CRI Online

وارنټ بافيټ :د چين اقتصادي وده د حيرانۍ وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-05 18:40:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا مشهور پانګوال وارنټ بافيټ د مې په څلورمه نېټه د امريکا د نيبراسکا ايالت په اوماها ښار کې د چين او امريکا د پانګوالو په فورم کې وويل، چې په تېلو لسګونو کلونو کې د چين اقتصادي وده د حيرانۍ وړ ده، د ده شرکتونه به په چين کې پانګونې پراخې کړي.

د نوموړي فورم په لومړې کړۍ کې له وارنټ بافيټ سره د مرکې ويډيو خپره شوه. بافيټ د مرکې پرمهال د چينايانو د ابتکاري قوت لوبول د چين د اقتصادي ودې د برياليتوب عمده لامل بللی ويې ويل چې چينايان ډېر ځيرک او زحمتکښ دي چې ښه اقتصادي لرليد لري. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د ده شرکتونه به د چين غوندې د ودې پټ قوت لرونکو لويو اقتصادونو کې خپلې پانګونې زياتې کړي.

د چين او امريکا د پانګوالو فورم د د ياهو فاينانشنل،د امريکا او چين سوداګريزې ټولنې او د امريکا اسيايي کلتوري مرکز په ګډه سره ترسره کړی چې پکې د چين او امريکا دواړو هېوادونو پانګوالو په بېلابېلو موضوعاتو ژور بحثونه کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای