CRI Online

ټرمپ د شخصي ټوپکونو د لرلو په حق ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-05 18:43:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په څلورمه نېټه د تکساس ايالت په دالاس ښار کې د امريکا د شخصي ټوپکونو د ملي ټولنې په کلنۍ غونډه کې د خپلې وينا پر مهال د خلکو د ټوپکونو لرلو له حق نه خپل ملاتړ يو ځل بيا تکرار کړ. خو د شخصي ټوپکونو د کنترول غوښتونکو د ټرمپ له دغو څرګندونو سره مخالفت وکړ او د ټرمپ دغه کړه وړه يې د ټوپکونو ملي ټولنې ته سر ټيټول وبلل.

ټرمپ په خپله وينا کې وويل، هغه حقونه چې د اساسي قانون دويمې تعديل نامې تاسو ته درکړي له ګواښونو سره مخامخ دي، تر څو چې زه ولسمشر يم، پر دغو حقونو به تېرې و نه شي. خو ټرمپ په خپله وينا کې د فلوريدا ايالت په پوهنځي کې د ډزې پېښه ياده نه کړه چې په تېرې فبرورۍ کې رامنځته شوې او له امله يې ۱۷ کسان وژل شوي وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای