د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو او د جاپان د لومړي وزير شينزو ابي په بلنه د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې د ۶مې نيټې په سهار د ځانګړې الوتکې په وسيله له بېجينګ څخه حرکت وکړ او هغه به له اندويزيا او جاپان څخه رسمي ليدنې وکړي او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونده کې به ګډون وکړي.
د چين د دولتي شورا غړي او عمومي منشي شياو ني او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې او د دولت د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې عمومي مدير هه لي فنګ د صدراعظم لي که چيانګ سره په دې سفر کې ملګرتيا کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |