CRI Online

يانګ جي چه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ميک پومپيو سره ټلېفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 16:03:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر عمومي مدير يانګ جي چه د مې د ۵مې نېټې په شپه د امريکا په بلنه د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير ميک پومپيو سره ټلېفوني خبرې وکړې.

يانګ جي چه وويل، اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په مهم حال کې دي. دواړه خواوې بايد په جدي توګه د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي، بايد د عالي رتبه چارواکو په شمول د بېلا بېلو کچو تګ راتګ پياوړی کړي، بايد د اقتصاد او سوداګرۍ د مسئلو په اړه نژدې تماس ونيسي، بايد يو د بل سره د مرکزي ګټو او پاملرنو درناوی وکړي، بايد په مناسبه توګه توپيرونه او حساسې مسئلې حل کړي او بايد د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې په سمه لاره کې ګامونه پورته کړي.

پومپيو وويل، دواړه هېوادونه په نړۍ کې دوه تر ټولو ډېرې لويې اقتصادي ډلې دي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پټ قوت قوی دی. امريکا له چين سره د اړيکو ټينګښت ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي چې له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو لپاره نژدې تماس ونيسي.

همدارنګه دواړو خواوو د ځينو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې هم وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای