CRI Online

د مارکسيزم نړيواله غونډه د بېجينګ په پوهنتون کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 16:04:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارکسيزم دوهمه نړيواله غونډه چې د بېجينګ پوهنتون لخوا تر سره شوه، د مې په پنځمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د مارکسيزم د څيړنې په اړه د څه باندې ۳۰ هېوادونو ۱۲۰ مشهورو کارپوهانو په دغه غونډه کې ګډون درلود او په ۲۱مې پيړۍ کې د نړۍ مارکسيزم او د چين مارکسيزم پر پرمختګ يې بحث وکړ.

د دغې غونډې سرليک د مارکسيزم او د بشريت د برخليک ګډه ټولنه ده. په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې برخوالو د کارل مارکس د زېږېدنې د ۲۰۰مې کاليزې د يادونې، د مارکسيزم او د بشريت د مدني پرمختګ، د مارکسيزم او اوسني نړيوالې همکارۍ او ادارې په شمول لسو فرعي فورمونو کې د نظريو ژورې تبادلې وکړې. همدارنګه يې د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د جوړېدو، د چيني لايحې او د پرمختيايي هېوادونو د عصري کېدو د لارې په شمول څلورو عالي رتبه مباحثوي غونډو کې خبرې اترې وکړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای