CRI Online

يانګ جي چه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 16:05:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۶مه نېټه د خبريالانو ځينو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر عمومي مدير يانګ جي چه د مې په ۵مه نېټه د امريکا په بلنه د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير ميک پومپيو سره ټلېفوني خبرې وکړې او دواړو خواوو د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په اړه د نظريو تبادلې يې وکړې.

نوموړي وويل، چې يانګ جي چه د چين اصل او دريځ بيان کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پر پاکولو، د دغې ټاپوزمې د سولې پر ساتلو او د ډيالوګ له لارې د دغې مسئلې پر حلولو ټينګار کوي. چين هيله لري چې اړوندې خواوې په جدي توګه د چين لخوا د دوو مدارونو د کارولو مفکوره تر پام او غور لاندې ونيسي، د دغې ټاپووزمې د مسئلې د حلولو د مثبتو حالاتو د ساتلو لپاره هڅې وکړي او له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو د بهير د پياوړتيا تر څنګ د امنيت په اړه د اړوندو خواوو مناسبو پاملرنو ته وګوري، تر څو د دغې ټاپووزمې او د دې سيمې دايمي سوله او امنيت وساتل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای