CRI Online

د اتلسمې دورې د چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو په غونډه کې له سوداګريز ساتونکي سيستم سره د مخالفت غوښتنه شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 16:36:14

د ۱۸مې دورې د چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو د مشرانو غونډه د مې په څلورمه نېټه د فليپين په پلازمينه مانيلا کې دايره شوه، بېلابېلو غاړو په دې غونډه کې د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د عمومي اقتصادي وضعيت، سيمه ييزې مالي همکارۍ او داسې نورو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه او ويې غوښتل چې په ګډه سره له سوداګريز ساتونکي سيستم سره مخالفت وشي او د څو اړخيز سوداګريز سيستم پرانيستنه دې تأمين شي.

له دغې غونډې وروسته خپره شوې اعلاميه کې راغلي،چې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په وړاندې دې ممکنو خطرونو ته پام وشي. بېلابېلې غاړې دې ته پاملرنه کوي چې د سوداګريز ساتونکي سيستم خطرونه مخ په زياتېدو دي، د لويو هېوادونو د سود د لوړېدو سرعت تر وړاندوينې ګړندی دی او جياپوليتيک تاوتريخوالی لاهم موجود دی.

همدارنګه بېلابېلو غاړو په اعلاميه کې د سوداګرۍ له هر ډول ساتونکو تګلارو سره په مخالفت ټينګار وکړ ، د سوداګرۍ او پانګونې سيستم د پرانيستنې غوښتنه يې وکړه او موافقه يې وکړه چې د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ خبرې اترې او همغږي به پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای