CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: په چين کې بهرنۍ تصدۍ بايد د چين د حاکميت او خاورې د بشپړتيا درناوی او احترام وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 21:02:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۶مه نېټه څرګنده کړه چې په چين کې بهرنۍ تصدۍ بايد د چين د حاکميت او خاورې د بشپړتيا درناوی او احترام وکړي.

په همدې ورځ يو خبريال دا پوښتنه وکړه چې امريکا څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې غندنه کړې ده چې د چين اړوندو څانګو له بهرنيو تصديو څخه غوښتنه کړې وه چې په خپلو ويبپاڼو او اطلاعاتي سندونو کې د دولت په توګه هانکانګ، مکاو او تايوان ونه مني. چين په دې اړه څه ارزونه لري؟

ګنګ شوانګ وويل، چې هرومرو امريکا څه خبرې کړې دي، دا رښتيا نه شي بدلولای چې په نړۍ کې يوازې يو چين شته او هانکانګ، مکاو او تايوان د چين د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده. چين به په مداومه توګه د يو چين پيژندنې په اصولو سره له نورو هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړي. دې ته يې اشاره وکړه چې په چين کې بهرنۍ تصدۍ بايد د چين د حاکميت او خاورې د بشپړتيا، د چين د قوانينو او د چينايانو د احساساتو درناوی او احترام وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای