CRI Online

لي که چيانګ جاکارتا ته ورسېد او له اندونيزيا څخه يې په رسمي ليدنه پيل وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 21:06:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مې د ۶مې نيټې په ماسپښين د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په بلنه د چين صدراعظم لي که چيانګ د ځانګړې الوتکې په وسيله د دغه هېواد د پلازمينې جاکارتا سويکارنو هاتا هوايي ميدان ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې په رسمي ليدنه پيل وکړ.

لي که چيانګ وويل، چين او اندونيزيا يو د بل مهم ګاونډي هېوادونه دي. په ۲۰۱۳م کال کې له دغه هېواد څخه د رئيس شي جين پينګ له بريالۍ ليدنې راپدېخوا، دواړو هېوادونو په مثبته توګه خپل پرمختيايي ستراتيژۍ نښلولې دي او په هره ساحه کې يې همکاريز برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. سږ کال د چين او اندونيزيا ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګېدو پنځمه کاليزه ده. نو زما د دې ليدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل سياسي باور پياوړتيا، د متقابلو ګډو ګټو او همکاريو د ژورتيا او د خلکو ترمنځ د دوستۍ نژدې والی دی. هيله ده چې د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې په هره ساحه کې دوه اړخيزې اړيکې او همکارۍ پياوړې شي او د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای