CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په کوريا ټاپووزمه کې د ترينګلتيا د شدت لپاره د امريکا هڅه وغندله

cri     (GMT+08:00) 2018-05-06 21:09:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت وياند د روانې مياشتې په شپږمه نېټه وويل چې په کوريا ټاپووزمه کې د اوسني حالت پر وړاندې د ديموکراتيکې کوريا د خوځښت لپاره د امريکا د يو لړ کړنو موخه د پخواني حالت نه بدلول دي.

د دې هېواد د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې ياد وياند د خبريالانو هغې پوښتنې ته په ځواب کې وکړې چې امريکا به د ديموکراتيکې کوريا د ځپلو لپاره لازياتې هڅې وکړي. نوموړي وويل چې په دې وروستيو ورځو کې امريکا ناسم نظرونه خپاره کړي چې ويلې يې و چې د پانمونجون په اعلاميه کې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په هکله د ديموکراتيکې کوريا اراده د امريکا د بنديزونو نتيجه ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای