CRI Online

د افغانستان په خوست ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر يو مرکز د بريد له امله ۳۵ تنو ته مرګژوبله اړول شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-07 10:03:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د خوست ولايت د روغتيايي ادارې يو مامور د مې په ۶مه نېټه دا خبر تاييد کړ چې په همدې ورځ د دې ولايت په مرکز خوست ښار کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه او ۲۳ تنه نور ټپيان شول.

د افغانستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، دغه چاودنه د همدې ورځې د ماسپښين په ۲ بجو د خوست ښار په يو جومات کې وشوه چې په لنډمهالي توګه د رايې ورکوونکو د نوم ثبتولو د مرکز په توګه ترې کار اخيستل کېده. په مړه شويو کسانو کې يوه ښځه هم شامله ده چې د ځايي انتخاباتي کمېټې يوه کارکوونکې وه.

عيني شاهدانو ويلي، يو ځانمرګي بريدګر دغه بريد ترسره کړی، خو تر اوسه دغه خبر رسمي ادارو نه دی تاييد کړی.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای