د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسراييلو دفاعي ځواکونو د مې په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، اسراييلي پوځ د همدې ورځې په ماسپښين د غزې په جنوب کې په ډزو درې فلسطينيان ووژل چې غوښتل يې له سرحد ساتونکو کټارو څخه په تېرېدو اسراييلو ته ننوځي.
په اعلاميه کې راغلي، اسراييلي پوځ پر يادو ۴ فلسطينيانو ډزې کړې او ۳ تنه يې ترې ووژل. خو د بل فلسطيني په اړه مالومات پکې نه دي ياد شوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |