CRI Online

د پاکستان د کورنيو چارو وزير د ډزو په پېښه کې ټپي شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-07 10:49:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان پوليسو د اپرېل په ۶مه نېټه وويل چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير احسان اقبال په همدې ورځ په پنجاب ايالت کې د ډزو پېښې له امله ټپي شوی دی ،بريدګر د پوليسو له خوا نيول شوی دی.

ځايي پوليسو خبري رسنيو ته وويل چې اقبال د همدې ورځې په ماښام د پنجاب ايالت په ناروال سيمه کې په يوه غونډه کې ګډون درلود،کله چې هغه خپله وينا پای ته ورسوله ،يو بريدګر د تومانچې ډزې پرې وکړې او نوموړی يې ښي لاس ټپي کړ.۲۲ کلن بريدګر د پوليسو له خوا نيول شوی دی.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د يادې پېښې د پلټنې نتيجه نده اعلان کړې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای