CRI Online

د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي د سعودي عربستان له چارواکو سره د دې سيمې د اوضاعو په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-07 10:51:47

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي ګونګ شياو شنګ چې اوس له سعودي عربستان څخه پر ليدنې بوخت دی، د اپرېل په ۶مه نېټه د دې هېواد له چارواکو سره د منځني ختيځ سيمې د حالاتو په اړه بحث وکړ.

ګونګ شياو شنګ د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي او اقتصادي چارو له چارواکي جمال اقيل سره د کتنې په وخت کې وويل چې اوس د منځني ختيځ سيمې حالات پيچلي دي.د سوريې کورنۍ جګړه،د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړې،د يمن جګړه او د ايران د ذروي موافقه ليک په اړه شخړې سيمه ييزې سولې او ثبات ته سخت ګواښونه رسولي دي.د منځني ختيځ سيمې د دوست په توګه چين هيله لري چې سيمه ييز هېوادونه د سياسي خبرو اترو له لارې توپيرونه حل کړي تر څو ژر تر ژره شخړې له منځه يوسي او په منځني ختيځ کې سوله او ثبات رامنځته کړي.چين غواړي په پر له پسې توګه د سوله ييزو خبرو اترو د تر سره کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي څو اړوندې مسئلې ژر تر ژره په ښه توګه حل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای