د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اپرېل په ۶مه نېټه د ۱۷مې دورې د وان شو فورم په بېجينګ کې تر سره شو.د جنوبي افريقا د بشري کولتور د ساينس څېړنيز شورا د څېړنيز مرکز او د مسکو د نړيوالو اړيکو د انسټيټوټ په ګډون د يو شمېر سازمانونو څه د پاسه ۱۰۰ استازو په ياد فورم کې ګډون درلود چې په کې يې د بشري برخليک د ګډې ټولنې او د نړيوال پرمختګ د نوې مفکورې،د بريکس هېوادونو ترمنځ د نوي همکاريز نظام او د نويو لارو چارو او د بريکس همکارۍ او د نړيوال دواملرونکي پرمختګ د پوره کېدو او د نړيوال پرمختګ او همکارۍ په اړه بحث وکړ.
د دغه ۲ ورځني فورم اصلي موضوع د بريکس همکاريزو اړيکو ټينګول او په نوي ډول د نړيوال پرمختګ او همکاريو پياوړي کول دي.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د بهرنيو اړيکو څانګې د څېړنيز دفتر مدير او د بريکس هېوادونو د کارپوهانو د همکارۍ په اړه د چين د شورا سرمنشي لوان جيان جانګ په خپله وينا کې وويل چې بريکس هېوادونه بايد په ګډه د همکارۍ د دوهمې طلايي لسيزې د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |