CRI Online

حسن روحاني: ايران د امريکا له احتمالي کړنو سره د مقابلې لپاره تيارياني نيولې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-07 16:25:57

د امريکا ولسمشر به د مې په ۱۲مه نېټه پرېکړه وکړي چې ايا د ايران ذروي تړون پلي کولو ته دوام ور کړي او که نه .د دې ورځې په رارسېدو سره سره د دغه تړون آينده د پاملرنې وړ ده.په دې هکله چې د ډونالډ ترمپ حکومت ښايي د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه له ياد تړون څخه د وتلو اعلان وکړي،د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د ايران ولسمشر حسن روحاني اخطار ور کړ چې ايران د دې لپاره چمتو دی او امريکا دې د تاريخي تاسف وړ کار نه کوي.

د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د ايران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد په شمال ختيځ رضوي خراسان ولايت په سبزوار ښار کې د فولادو او اوسپنې فابريکې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې که د امريکا حکومت د ايران له ذروي تړون څخه ووځي، دا به د تاسف وړ وي.ايران د امريکا له احتمالي کړنو سره د مقابلې لپاره تيارياني نيولې دي.هغه وويل(اواز..........) په تېرو څلوېښتو کلونو کې امريکا د ايران په مقابل کې دښمنانه تدبيرونه نيولي او ګډوډي يې جوړه کړي ،خو د ستر ايران او نظام پر وړاندې يې بری نه دی موندلی.دا ځل امريکا تېروتنې هم کوي.که امريکا د ايران له ذروي تړون څخه ووځي، دا به په تاريخ کې د تاسف وړ کار وي.مونږ بايد په دې پوه شو چې د امريکا دغه کړنه به په راتلونکي اوونۍ کې د ايرانيانو پر ژوندهېڅ اغيزه ونه کړي او مونږ به د ډونالډ ټرمپ له خوا تر سره کېدونکو عملياتو سره د مقابلې لايحه ولرو.

هغه وويل چې څو مياشتې دمخه د ايران حکومت اړوندو اورګانونو ته د امر ور کولو سره غوښتنه وکړه چې له ياد تړون څخه د ډونالډ ټرمپ د وتلو له کړنې سره د مقابلې لپاره تدبيرونه ونيسي.څو ورځې دمخه د ايران حکومت د دې هېواد د اټومي انرژې اېجنسۍ ته همداسې امر ور کړی دی. هغه هم د دې اېجنسې له لوړ پوړي چارواکيو سره هم له دې تړون څخه د امريکا تر وتلو وروسته د پيل کېدونکو پروژو په باب د نظريو تبادله کړې.روحاني وويل چې ايران له امريکا څخه ويره نه لري او هېوادوال به سره يو لاس شي او په ټاکلي اسلامي انفلابي لور به روان شي.هغه وويل(اواز.........) د اسلامي انقلاب د برياليتوب د څلوېښتمې کاليزې د رارسېدو پر مهال به ايران په دوامداره توګه يووالی او همغږي وساتي . اوس مهال د ايران په سياسي چارو کې مخافظه کارانه ډله ، اصلاح غوښتونکي ډله او منځلاري ډله سره يو لاس شوې دي. امريکا او اسرائيل دې په دې ټکي ښه پوه شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل دا څرګند نظر لري چې د ايران ذروي تړون د امريکا په تاريخ کې د خوښۍ وړ تړون نه دی ، نو اړوندې خواوې يې بايد تعديل کړي يا به له دې تړون څخه ووځي.د دې ترڅنګ هغه هم له اروپايي ملګرو څخه غوښتنه وکړه چې د يادې ورځې له رارسېدو نه مخکې د دې تړون د تعديلو لايحه خپره کړي تر څو د ايران د بالستيک توغندي په اړه د پلان او په منځني ختيځ کې د دې هېواد د انديښنې وړ اغيزه کمه شي.د خبر له مخې اروپايي لوري وړانديز کړی چې د ايران د ذروي تړون په هکله د پخواني سند د ساتلو پرځای بل تړون لاسليک کړي تر څو د امريکا اړتياوې پوره شي.روحاني د روانې مياشتې په شپږمه نېټه په خپله وينا کې پردې ټينګار وکړ چې ايران به د بالستيک توغندي پلان په هکله له هر يو هېواد سره سلا مشوره وکړي.هغه وويل(اواز.........) زه به په څرګنده توګه نړيوالو ته ووايم چې ايران به د وسلو او ځاني دفاعی ځواک د پرمختګ په برخه کې له هرې يوې خوا سره خبرې اترې ونه کړي .که اړتيا ولري، ايران به په هره اندازه وسلې او توغندي توليد کړي او زيرمه به يې کړي .د ځاني دفاع په برخه کې د ايران پرېکړه له هېچا سره اړيکې نه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای