د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د مې په ۶مه نېټه د وګړو په يوه غونډه کې وويل، که امريکا د ايران د اټومي پروګرام له تړون څخه ووځي، نو د تل لپاره به پرې پښیمانه شي. ايران به له ګواښونو څخه و نه ډار شي او په دوامداره توګه به وړاندې تګ وکړي.
روحاني وويل، د امريکا پرېکړه زموږ ژوند نه شي بدلولی، د ايران حکومت څو مياشتې مخکې بېلا بېلو ارګانونو ته حکم ورکړی او د ايران د اټومي انرژۍ سازمان ته يې هم دغه امر لېږدلی دی څو د امريکا دغه ممکن عمل ته غبرګون وښيي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |