د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د کابينې په يوه نوبتي غونډه کې وويل چې اسرائيل به په سوريه کې د دې هېواد په مقابل کې د ايران د پوځي ځواکونو د پراخوالي مخنيوی وکړي.
هغه وويل چې له وروستيو څو مياشتو راهيسې د ايران انقلابي ګارډ د اسرائيلو په مقابل کې عصري وسلې سوريې ته ليږدولې چې پکې ډرون او له ځمکې څخه ځمکې ته توغندي شامل دي. هغه وويل چې اسرائيل د اوضاعو ترينګلتيا نه غواړي ، خو اسرائيل د دې لپاره پوره چمتو دی .که څه هم دا به د يوې جګړې سبب وشي، اسرائيل به لاهم په ټينګ عزم د ايران د راتلونکو تيري کوونکو کړنو مخنيوی وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |