د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميفلوټ کاوسوګلو د روانې مياشتې په شپږمه نېټه وويل چې که امريکا د قانون له مخې پر ترکيې پوځي وسلې ونه پلوري، ترکيه به غچ اخيستونکي تدبيرونه ونيسي.
د امريکا د استازو جرګې د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د ۲۰۱۹کال لپاره د دفاعي صلاحيت د قانوني مسودې محتويات خپاره کړل چې له مخې يې د امريکا د دفاع وزارت بايد د دې هېواد ملي کانګرس ته له ترکيې سره د اړيکو په هکله راپور وړاندې کړي او د دې راپور له خپرولو نه مخکې امريکا بايد په لنډمهالي توګه پر ترکيې د پوځي وسلو پلورنه بنده کړي.
نوموړي له ځايي تلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې پر ترکيې د F-35په نوم د امريکايي جنګي الوتکې د نه پلورلو پرېکړه د منلو وړ نه ده.که امريکا پر ترکيې پوځي وسلې ونه پلوري يا ترکيانو ته ويزې ور نه کړي، ترکيه به هرو مرو غچ اخيستونکي تدبيرونه ونيسي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |