د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جاپان د لومړي وزير شينزو ابي په بلنه، د چین صدراعظم لي که چيانګ به د مې له ۸مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې له جاپان څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د مشرانو په ۷مه غونډه کې به ګډون وکړي. له دې څخه مخکې، په جاپان کې د چين سفير چنګ يونګ هوا يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی، موږ بايد د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو هدف په يادولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ثابت پرمختګ وهڅوو، هغه په دې مقاله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او ټينګوالي غوښتنه کړې ده.
په دې مقاله کې راغلي، دا به تر اتو کلونو وروسته جاپان ته د چين صدراعظم د يو ځل بيا رسمي سفر وي او پس له دوه نيم کلن ځنډ وروسته به د يادو دريو هېوادونو د مشرانو غونډه بيا ترسره شي چې د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د ښه والي، د يادو دريو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا ژورتيا او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ثبات او سمسورتيا لپاره به ستر اهميت او ژوره اغېزه ولري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |