CRI Online

چين: د کوريا ټاپووزمې د حالاتو ښه والی په ګرانه توګه تر لاسه شوی، نو بېلا بېلې خواوې دې د دغو حالاتو د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-07 17:27:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۷مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې په نژدې موده کې د اړوندو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې د کوريا ټاپووزمې حالات ښه شوي دي. دغه حالات په ګرانه توګه تر لاسه شوي، نو بېلا بېلې خواوې دې د دغو حالاتو د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې څو ورځې مخکې امريکا خبر ورکړ چې د پانمونجون په اعلاميه کې د ذروي وسلو د پاکولو په اړه د ديموکراتيکې کوريا نيت د بنديز او فشار نتيجه ده. نو د ديموکراتيکې کوريا لخوا د ذروی وسلو د پوره له لاسه ورکولو نه مخکې به امريکا پر دغه هېواد باندې بنديزونه کم نه کړي. د امريکا دغه عمل د دغې ټاپووزمې د حالاتو په ښه والي کې خنډونه اچوي او ناوړه موخه يې دا ده چې حالات د پيل ټکي ته بېرته راشي. وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، چې د اوسنيو حالاتو په وړاندې بېلا بېلې خواوې بايد سړه سينه وساتي او نيک نيت څرګند کړي تر څو ډيالوګ او متقابل باور پياوړی شي. هيله لرو چې د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو ترمنځ کتنه په عادی توګه تر سره شي او پکې برياليتوبونه تر لاسه شي، تر څو د دغې ټاپووزمې اوسني مثبت حالات ټينګ شي. چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د دوو مدارونو د پرمختګ پر مفکورې ټينګار وکړي، د دغې مسئلې د سياسي حل او د دغې ټاپووزمې د دايمي سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای