CRI Online

چين : ولسمشر ولاديمير پوتين ته د ماموريت د نوې مودې د پيل مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2018-05-07 18:05:55

پر ځايي وخت د مې د اوومې نېټې په غرمې په روسيه کې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم د ټاکلي پلان له مخې ترسره شول، ولاديمير پوتين د ولسمشر په توګه د خپل ماموريت څلورمه موده پيل کړه. د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ په همدې ورځ په دې اړه مبارکي ورته وړاندې کړه ، همداراز يې پر دې ټينګار وکړ چې چين باور لري چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په مشرۍ به په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپراخې شي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ د بهرنيو چارو وزارت په نوبتي غونډه کې د چين او روسيې ترمنځ اړيکو لوړه ارزونه وکړه او ويې ويل، چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر پوتين د ستراتېژيکې مشرۍ لاندې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې تل په لوړه سويه پرمختګ کړي او په اوس وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ جامعې ستراتېژيکې اړيکې د تاريخ تر هر بل وخت ښې دي. اوسمهال چين او روسيه هم د خپلې ملي ودې په کليدي پړاوونو کې ده. يقين دی چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ګډې مشرۍ به په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتېژيکې اړيکې لاپراخې شي او د همکارۍ لار به يې نوره هم پراخه شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای