د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې نوي ولسمشر ولادمير پوټين د مې په ۷مه نېټه په کريملين ماڼۍ کې لوړه وکړه او د ولسمشر په توګه د خپل ۴م ماموريت موده يې پيل کړه. د همدې ورځې په غرمه پوټين د روسيې د اساسي قانون په وړاندې د ولسمشر سوګندنامه ولوستله. ورپسې د روسيې د اساسي قانون د محکمې مشر وليري زورکين د ولسمشر نښان پوټين ته ورکړ او اعلان يې وکړ چې پوټين په رسمي توګه د روسيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړې تر مراسمو وروسته، د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو په حاضرېدو سره پوټين ذروي بکس تر لاسه کړ چې د روسيې د ستراتيژيکي ذروي ځواک نښه ګڼل کېږي.
د روسيې د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د دې هېواد مشر او هم د نظامي ځواک مشر دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |