CRI Online

لي که چيانګ: چين به له اندونيزيا سره اړيکې لا نږدې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 09:45:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۷مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ په اندونيزيا کې د دې هېواد له ولسمشر جوکو ويدودو سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ لومړی جوکو ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سلامونه وړاندې کړل او و يې ويل، چين او اندونيزيا مهم ګاونډيان دي او پراخې ګډې ګټې لرونکي همکاران هم دي. د دواړو هېوادونو مشرانو څو ځلې په برياليتوب سره ملاقاتونه کړي چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ سياسي باور او همکارۍ نوې لوړې سويې ته رسېدلي. سږ کال د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۵مې کاليزې سره برابر دی. چين غواړي له اندونيزيا سره د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

ولسمشر جوکو د لي که چيانګ د سفر تود هر کلی وکړ او و يې ويل، دا د چين د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د چين د صدراعظم لومړی سفر دی او ترې ښکاري چې چين له اندونيزيا سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. چين د اندونيزيا ستراتيژيک همکار دی او د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې او کلتور په شمول ځينو برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ مخ په ژورېدو دي او ګډې ګټې يې تر لاسه کړي دي. د اندونيزيا او چين ترمنځ همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو او د دوی د خلکو له ګټو سره سمون خوري، بلکې د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره هم ستر اهميت لري.

دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای