د چين نړيوالې ټولنې د خبر له مخې د روانې مياشتې په اوومه نېټه د چين د شينجيانګ د کلتوري تبادلې پلاوي په قاهره کې د مصر له ګوندي شخصيتونو، د مصر او چين ترمنځ د دوستانه ټولنې له غړو او د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو له استازو سره د نظريو تبادله وکړه.
د دې پلاوي مشر او د چين د بهرنيو اړيکو ټولنې مرستيال سرمنشي شيو ګوي شيانګ وويل چې زمونږ د دې سفر موخه د مصر د بېلا بېلو ټولنو له خوا د شينجيانګ په باب د معلوماتو تر لاسه کول او د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري تبادلې او همکاريو پرمخبيول دي.
د مصر او چين ترمنځ د دوستانه ټولنې غړي او د الاحرام ورځپاڼې د ويبپاڼې مرستيال مسئول مدير کمال په خپلو خبرو کې وويل چې په ۲۰۰۱ کال کې يې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او په اروموچۍ او تورپان کې يې د اقتصادي او ټولنيز حالت او د ځايي وګړو د روژې په باب معلومات تر لاسه کړل .هغه نه يوازې د دې سيمې پرمختګ او ترقۍ بلکې د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي ستاينه هم وکړه.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |