CRI Online

لي که چيانګ د جنوب ختيځې اسيا ټولنې له سرمنشي ليم جوک هوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 10:04:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د می د اوومې نيټې په ماسپښين د چين صدراعظم لي که چيانګ په جاکارتا کې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې په دارالانشأ کې د دې ټولنې له سرمنشي ليم جوک هوي سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې چين د جنوب ختيځې اسيا له ټولنې سره نژدې اړيکې او ګډ برخليک لري.چين له دې ټولنې سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او د دې ټولنې له يو ځای کېدو څخه ټينګ ملاتړ کوي او په سيمه ييزې همکارۍ کې د دې ټولنې له مرکزي مقام او د پرانيستي سيمه ييز جوړښت د ابادۍ لپاره د دغې ټولنې د لا مهم رول له لوبولو څخه هم ملاتړ کوي.چين غواړي چې له يادې ټولنې سره د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د ټينګېدو د ۱۵مې کاليزې پرمهال د دغو اړيکو د نوي پرمختګ او د لانژدې ګډې برخليک لرونکې ډلې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ليم جونګ هوي وويل چې د جنوب ختيځې اسيا سکتريت ته د صدراعظم لي که چيانګ راتګ هر کلی کوي او له اوږدې مودې راهيسې د دې ټولنې د يو ځای کېدو د بهير او په سيمه ييزو چارو کې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې له مرکزي رول څخه د چين له ملاتړ څخه مننه څرګندوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای