د روسيې خبري اژانس د روانې مياشتې په اوومه نېټه خبر ور کړ چې يوه روسي پوځي چورلکه د سوريې په ختيځ کې ولويدله چې له امله يې دوه تنه پيلوټان وژل شوي دي.
د اتارتاس خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت په قول ويلي چې دغه چورلکه په ياده سيمه کې د دندې د تر سره کولو په بهير کې ولويدله ، خو مشخص وخت يې نه دی ويلی .د معلوماتو له مخې د يادې چورلکې د غورځېدو له امله د وژل شويو پيلوټانو جسدونه پيدا شوي دي. د ابتدايي پلټنې له مخې د دې چورلکې د لوېدو لامل ښايي تخنيکي ستونزې وي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |