د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په ۷مه نېټه، د مارکس د زېږېدو د ۲۰۰مې کاليزې د يادونې په پار علمي سيمينار چې د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د مارکسيزم د څېړنې ادارې يې کوربتوب پر غاړه درلوده، په همدې اکاډمۍ کې ترسره شو. نږدې ۱۵۰ کورنيو او بهرنيو پوهانو پکې ګډون کړی و، دوی په خپلو ويناوو کې د مارکسيزم اصلي نظريې د تيوريکې څېړنې له ريښتينې حالت سره يو ځای کړې او پکې يې په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ نظريې د زده کړې احساسات وښودل او په ژوره توګه يې د مارکسيزم عملي ارزښت څرګند کړ.
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې مرکزي کمېټې د قومي او مذهبي کميسيون مشر او د چين د ټولنيزو علومو اکاډۍ پخواني مشر وانګ وې ګوانګ وويل، د لوی استاز مارکس د زېږېدو د ۲۰۰مې کاليزې د يادولو معنا دا ده چې په عملي کارونو کې د مارکسيزم پر دريځ، نظريو او طريقو ټينګار او د ديالکتيک ماترياليزم او د تاريخي ماترياليزم پر لارښوونکي مقام ټينګار وکړو. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |