د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اتلانو سيالۍ په نوم د نړيوالو ځانګړو ځواکونو لسمه سيالي د روانې مياشتې په اوومه نېټه د اردن د پلازمينې عمان په څېرمه د پاچا عبدالله په روزنتون کې پای ته ورسيده .د شيو باو په نوم د چين د وسله والو پوليسو ضربتې ډلې په دې سيالۍ کې دوهم مقام ونيوه او د تيان جيان په نوم د چين د هه بې ولايت د وسله والو پوليسو ضربتې ډلې څلورم مقام خپل کړ.
دغه سيالي د اپريل په دېرشمه نېټه پيل شوې وه.د چين، امريکا، اردن او سعودي عربستان په شمول د ۲۵ هېوادونو ۴۰ ډلو پکې ګډون کړی و.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |