CRI Online

سعودي کې د چين په اړه د عکسونو نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 11:21:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کامرې تر شا د نړۍ تر عنوان لاندې د چين په اړه د عکسونو نندارتون د مې په ۷مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې پرانيستل شو.

په دې نندارتون کې ښودل شوي ۳۰ عکسونه د عکس اخيستونکي خالد لخوا اخيستل شوي دي، هغه تېر کال چين ته سفر کړی و او په شانګهای، شي ان، هاربين او سو جو په ځينو شمول سيمو کې يې ياد عکسونه اخيستلي دي. هغه وويل، دا چين ته د ده لومړی سفر و او د چين ښکلې طبيعي منظرې ډېرې جلبونکې دي. هغه به بيا چين ته سفر وکړي او لا زيات عکسونه به واخلي او سعوديانو ته به يې وښيي.

په سعودي کې د چين سفير لي هوا شين او د سعودي د شاه فيصل د څېړنيز مرکز سرمنشي په شمول ځينو مېلمنو او خبريالانو د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای