د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران ولسمشر حسن روحاني د روانې مياشتې په اوومه نېټه د دې هېواد په مشهد ښارکې وويل چې که امريکا د ايران له ذروي تړون څخه ووځي،ايران به د دې تړون مراعات وکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د روحاني په قول ويلي چې که په ياد تړون کې د امريکا د بې برخې کېدو په حال کې د ايران اړتياوې پوره شي، دا به ښه وي.
نوموړي زياته کړه چې که نړيواله ټولنه د ايران له خوا د ذروي وسلو له لرلو څخه انديښنه څرګنده کړي، نو ايران به د دې تړون له لارې نړيوالو ته هغه نيت وښيي چې د ذروي وسلو پرمختګ نه غواړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |