د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۷مه نېټه په ټويټر کې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، هغه به د امريکا په وخت د مې د اتمې نېټې د ماسپښين په دوو بجو په سپينه ماڼۍ کې د ايران د ذروي تړون په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
ټرمپ تل د ايران د ذروي تړون په اړه د رد رويه غوره کړې. مخکې هغه ويلي و چې دغه تړون بد او ناکام دی. د روان کال په جنورۍ کې هغه اعلان وکړ چې امريکا پر وروستي ځل د ايران د ذروي پروګرام په هکله د خپل بنديز د مصًونيت موده وځنډوله او د مې ۱۲مه نېټه د دغه تړون د تعديلولو وروستۍ ورځ يې وټاکله. هغه ويلي، که تر دغه وخت پورې د ده د رضايت وړ د تعديلولو ميکانيزم پيدا نه شو، امريکا به له دې تړون څخه ووځي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |