د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د مې په ۷مه نېټه خبرداری ورکړ چې د دې هېواد پر وړاندې هر ډول بريد به له کلکې مقابلې سره مخ وي.
نوموړي په همدې ورځ د دې هېواد د دفاعي ځواکونو د جوړېدو د ۷۰ کاليزې د يادونې په مراسمو کې وويل، هر چا چې غواړي موږ وځپي، موږ به ورسره کلکه مقابله وکړي.
د اسراييلو د دفاع وزير اويګدور ليبرمن په دغو مراسمو کې وويل، اسرائيل به هر ګواښ په ټيټه و نه ګوري او هېچا ته به تسليم نه شي.
د اسرائيلو لوی درستيز وويل، ايران په سوريه کې د خپلو ځواکونو د زياتېدو لپاره په دوامداره توګه کوښښونه کوي، اسرائيل بايد له هر ډول حالاتو سره د مقابلې لپاره تياريانې ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |