د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م د مهاجرينو سازمان د مې په ۸مه نېټه د ۲۰۱۸ کال د نړيوالو مهاجرينو راپور خپور کړ چې له مخې يې تر ۲۰۱۵ کال پورې د نړيوالو مهاجرينو شمېر ۲۴۴ مليونو ته رسېدلی و چې د نړۍ په عمومي نفوس کې يې ۳.۳ سلنه نيولې وه.
تر ۲۰۱۵ کال پورې، اروپا او اسيا د تر ټولو زياتو نړيوالو مهاجرينو منونکې لويې وچې وې چې ۶۲سلنه کډوال يې منلي دي. امريکا د مهاجرينو تر ټولو لوی مقصد دی چې پکې ۴۶مليونه مهاجرين ميشت دي. هند په نړۍ کې د مهاجرينو تر ټولو لويه سرچينه ده او څه باندې ۱۵ مليونه مهاجرين يې نورو هېوادونو ته کډه شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |