CRI Online

چين او اروپا بايد په ګډه څو اړخيز اصول وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 16:39:09

په اروپايي ټولنه کې د چيني پلاوي مشر جانګ مينګ د مې په اوومه نېټه وويل دواملرونکی پرمختګ د ټينګ او باور وړ د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا او د نړيوالې سوداګرۍ په پانګونو کې له ښه او منظم چاپيريال څخه نه جلا کيږي. چين او اروپا بايد په ټينګار سره ازاد، ورخلاصی او غير تبعيضي څو اړخيز سوداګريز ميکانيم وساتي او د هر ډول په هر لامل د سوداګرۍ ساتنې له غوښتنې سره مخالفت وکړي. د اروپايي ټولنې د کميټې مرستيال رئيس جيرکي کاتاينين وويل اروپا او چين د يوې اړخيزې غوښتنې ردولو په برخه کې ګډې دندې لري.

د چين او اروپا د دواملرونکي پرمختګ سمينار په همدې ورځ په بروکسيل کې تر سره شو. جانګ مينګ په سمينار کې وويل چې چين او اروپا د دواملرونکي پرمختګ په چارو کې زياتې ورته نظريې لري. اوس د چين حکومت دواملرونکي پرمختګ د هېواد بنسټيزه تګلاره توګه بولي او د چاپيريال ساتنې،د چاپيريال سانې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د همغږۍ کولو لپاره کوښښ کوي. موږ د پرمختګ په اړه د نوښت، همغږۍ، شين پرمختګ، ورخلاصون او زغم نظريې راغونډوو. چين غواړي چې د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کولو کارونه د خپل هېواد د پرمختګ په ستراتيژې کې شامل کړي چې د اقتصاد، ټولنې او چاپيريال په ساحو کې به مشخصو دندو ته بدلون ورکړي او د دواملروني پرمختګ د هدف عملي کولو په اړه به لايحه اعلان کړه.

جانګ مينګ په خبرو اترو کې دې ته اشاره وکړه چې اوسمهال د اروپا اقتصاد په پر له پسي ډول بيا احيا شوی او د چين اقتصاد د لوړ کيفيت په ساتلو سره د پرمختګ په نوي پړاو کې دی چې د دواملرونکي پرمختګ په ترڅ کې د همکارۍ لپاره يې لا زيات مساعد شرايط او بنسټونه جوړ کړي دي. هغه وويل چين او اروپا بايد د ټولې نړۍ په کچه د دواملرونکي پرمختګ د همکارۍ هڅونه وکړي. جانګ مينګ وويل چين او اروپا بايد په ګډه د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کيدو لپاره څو اړخيز اصول وساتي. هغه وويل دواملرونکی پرمختګ د باور وړ بيا احيا کيدو مخکې نړيوال اقتصاد د نړيوالې سوداګرۍ په پانګونو کې له ښه او منظم چاپيريال څخه نه جلا کيږي. نړيواله ټولنې بايد د ټولنې نړۍ په کچه د تګلارو همغږي پياوړې کړي او په ګډه ورخلاصي او د زغم وړ نړيوال اقتصاد جوړ کړي او د نړيوال اقتصاد د ادارې کارونه بشپړ کړي. اوس لا هم د پرمختګ چاپيريال کمزوری دی چې د يوې اړخيزې او د سوداګرۍ ساتي غوښتنې له امله له ستونزو سره مخامخ دی. موږ بايد ازاد، پرانيستی، ورخلاصي او غير تبعيضي سوداګريز ميکانيزم وساتو او د هر ډول په هر لامل د سوداګرۍ ساتنې له غوښتنې سره مخالفت وکړو. په دې برخه کې چين او اروپا ګډې دندې لري.

برسيره پر دې جانګ مينګ وويل چين او اروپا بايد د همکارۍ نظريې نوې کړي او په ګده د دواملرونکي پرمختګ لپاره د همکارۍ نوې ساحې پيدا کړي. چين غواړي چې د چاپيريال ساتنې، پاکو انرژيو، د ښارونو د دواملرونکي پرمختګ او د دايرونکي اقتصاد په ځينو ساحو کې له اروپا سره سلامشورې وکړي او د چاپيريال مسئلې د شين حلولو لپاره لايحې پيدا کړي. د اروپايي ټولنې د کميټې مرستيال رئيس جيرکي کاتاينين وويل د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ په برخه کې چين او اروپايي ټولنه مهم همکاران دي.

زما په اند چين او اروپايي ټولنه بايد لومړی يو ورخلاصي او د اصولو پر بنسټ د عادلانه نړيوال ميکانيزم ملاتړ کړي او له دې څخه څرګنديږي چې د م م د منشور او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصولو او د پاريس د اقليمي بدلون د تړون درناوي او ملاتړ کوي او په هراړخيزه توګه يې عملي کوي. موږ بايد په دې برخه کې ښه نمونه جوړه کړو او د يوې اړخيزې غوښتنې او ډېر قوي اصول دې رد کړو او خپلې دندې دې نه پرېږدو. که د نړۍ د دواړو لويو اقتصادي او سياسي قواوو په توګه چين او اروپايي ټولنه په دې برخه کې لارښوونکی توان ونه لوبوي، نو نور هېوادونه به دغه کارونه نه شي تر سره کولی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای