CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به په پر له پسې توګه د ايران د ذروي تړون د ساتلو او پلی کولو لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 17:28:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د ايران د ذروي هراړخيز تړون د بشپړتيا او جديت ساتل د ذروي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سيستم د ساتلو او په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټور دي. چين به په پر له پسې توګه په عادلانه او مسؤلانه رويه له اړوندو خواوو سره نژدې تماس ونيسي، تر څو دغه تړون وساتل او پلی پاتې شي.

د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې لنډه موده وروسته به هغه له دغه تړون څخه د وتلو اعلان وکړي. د څيړونکو په اند، له دغه تړون څخه د امريکا وتل ناسم قدم دی. وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، چې د لنډې مودې راهيسې، بېلا بېلو خواوو دغه تړون ته ډېره پاملرنه کړې ده او مخکې تر دې چين هم خپل دريځ بيان کړی دی. ياد تړون د امريکا، روسيې، بريټانيا، فرانسې، چين او المان په شمول د شپږو هېوادونو، اروپايې ټولنې او ايران لخوا د ګډو خبرو اترو پر بنسټ لاسليک شوی څواړخيز تړون دی. دغه تړون هم د امنيت شورا له ۲۲۳۱م پريکړه ليک سره سمون خوري. نو په اوسنيو حالاتو کې د دغه تړون د بشپړتيا او جديت ساتل د ذروي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سيستم د ساتلو او په منځني ختيځ کې د سولې او خونديتوب د ساتلو لپاره ګټور دی. بېلا بېلې خواوې بايد د توپيرونو په له منځه وړلو سره خبرې اترې پياوړې کړي او په مداومه توګه دې خپل مسؤليت پر غاړه واخلي. چين به په پر له پسې توګه په عادلانه او مسؤلانه رويه له اړوندو خواوو سره نژدې تماس ونيسي، تر څو دغه تړون وساتل او پلی پاتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای