د چين نړيوالې راډي، د خبر له مخې، د سپينې ماڼۍ وياند ساراح ساندرس د مې په ۷مه نېټه اعلان کړ چې د چين صدراعظم مرستيال ليو هه به د يوه پلاوي په مشرۍ له امريکا څخه ليدنه وکړي او په مداومه توګه به له امريکا سره د اقتصادي او سوداګريزې مسئلې په اړه سلامشوره وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۸مه نېټه وويل، چې چين د امريکا دغه خبرې ته پام کړی دی. د برابرې سلامشورې له لارې د توپيرونو او شخړو له منځه وړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو، بلکې د نړۍ له ګټو سره سمون خوري.
هغه وويل، د سپينې ماڼۍ د وياند اړوندې خبرې ته مو پام کړی دی او زموږ په اند له دې څخه د اقتصادي او سوداګريزې مسئلې په اړه له چين سره ګډو نظريو ته د رسېدلو په باب د امريکا هيله څرګندېږي. دا يوه مثبته نښه ده. پر دې ټينګار کوم چې د برابرې سلامشورې له لارې د توپيرونو او شخړو له منځه وړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو، بلکې د نړۍ له ګټو سره سمون خوري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |